د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د بامیانو په ښار کې د ناپېژانده کسانو په ډزو د دریو بهرنیو اتباعو وژل کېدل غندلي او په وینا یې چې د قاتلینو د نیولو هڅې پیل شوې دي.
د یاد وزارت ویاند، عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جمعی مازدیګر د بامیانو په ښار کې شوې چې له امله یې د یو افغان په ګډون درې تنه بهرني اتباع وژل شوي او د دریو افغانانو په ګډون څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د طالبانو حکومت د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي ښيي او ډاډ ورکوي چې ټول مجرمین به پيدا او د قانون منګلو ته سپاري.
د ویلو ده چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ته راتګ هم زیات شوی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31636
قرأ